20 په کومه ورځ چې د هارون د خاندان يو اِمام مقررولے شى نو هغه به يو کلو ښۀ اوړۀ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه پېش کوى د عامې غلې د نذرانې په شان، نيم په سحر کښې او نيم په ماښام کښې.
خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ او د هغه اوړو ذمه وارى اخستل چې په نذرانو کښې استعمالېدل، د خمبيرې نه بغېر نرۍ پخې شوې روټۍ، پخې شوې نذرانې او اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، د مالِک خُدائ د کور د نذرانو تَلل او مِقدار معلومول،
(په هغه ورځو کښې به اومر او ايفه د څيزونو تَللو دپاره استعمالېدل لکه څنګه چې نن سبا کلو يا من استعماليږى، يو اومر د ايفه لسمه حِصه ده لکه څنګه چې کلو د من څلوېښتمه يا پنځوسمه حِصه ده.)
د غنمو د ټولو نه ښۀ اوړۀ واخله، خو چې خمبيره په کښې نۀ وى او درې قِسمه روټۍ ترې نه پخې کړه چې د څۀ سره د زيتُونو تېل ګډ وى، څۀ چې سپورې وى او څۀ په تېلو غوړې وى.
تاسو د دې سره دوه کلو ښۀ اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش کړئ. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. تاسو د دې سره يو ليټر د ميو نذرانه هم پېش کړئ.
په دې حالاتو کښې د ګناه نذرانې ضرورى ګڼلے کيږى. کۀ څوک د ګواهۍ ورکولو دپاره عدالت ته وغوښتلے شى او هغه معلومات نۀ ورکوى چې څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى، نو هغۀ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.
کۀ هغه کس دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم نۀ شى راوړلے، نو هغه به يو کلو اوړۀ د ګناه د نذرانې په توګه راوړى. هغه دې په دې کښې د زيتُونو تېل يا خوشبوئى نۀ اچوى، ځکه چې دا د ګناه نذرانه ده.
بيا دې جامې بدلې کړى او ايرې دې د خېمو نه بهر يو پاک ځائ ته يوسى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل.
دا د هر سبت ورځې سوزېدونکې نذرانه د هرې ورځې د سوزېدونکې او د څښلو نذرانې نه علاوه ده.
دا په اور تيارېدونکې نذرانې دى چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې دپاره، دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
د هارون اِمام زوئ اِلىعزر به د ټولې مقدسې خېمې او د ډيوو دپاره د تېلو، د خوشبويۍ، د غلې نذرانو، د غوړولو تېلو او په خېمه کښې د نورو ټولو څيزونو ذمه وار وى کوم چې مالِک خُدائ ته وقف شوى دى.
هر مشر اِمام د انسانانو نه د دې دپاره منتخب کيږى چې خُدائ پاک ته د خلقو نمائندګى وکړى او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ پېش کړى.
او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو.