Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 6:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 بيا به هغه د ښو اوړو چې تېل ورسره ګډ وى او خوشبوئى ورباندې پرته وى د هغې نه دې يو موټے واخلى او په قربان‌ګاه باندې به يې د يوې نښې په توګه وسوزوى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 6:15
5 Iomraidhean Croise  

هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.


د هارون د خاندان اِمامانو له دې راوړى. اِمام به يو موټے د اوړو، د تېلو او سره د ټولو لوبانو نه راواخلى او په قربان‌ګاه به يې وسوزوى، دا يوه داسې نذرانه ده چې خوشبو يې په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


اِمام به د نښې په توګه يوه برخه ترې نه واخلى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده او هغه به دا په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.


دا د غلې نذرانې دپاره اصُول دى. د هارون د خاندان يو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربان‌ګاه په مخکښې د غلې نذرانه پېش کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan