13 اور دې خامخا په قربانګاه بل وساتلے شى او چې کله هم مړ نۀ شى.
هارون او د هغۀ زامن د اِمامانو په توګه زما په خِدمت کښې وقف کولو دپاره داسې وکړه چې يو سخے او دوه ګډان راونيسه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
د غنمو د ټولو نه ښۀ اوړۀ واخله، خو چې خمبيره په کښې نۀ وى او درې قِسمه روټۍ ترې نه پخې کړه چې د څۀ سره د زيتُونو تېل ګډ وى، څۀ چې سپورې وى او څۀ په تېلو غوړې وى.
د وړومبى ګډُورى سره يو کلو د غنمو ښۀ اوړۀ پېش کړه چې د زيتُونو يو ليټر سوچه تېل ورسره ګډ وى. او يو ليټر مے د نذرانې په توګه پېش کړه.
د يرې د وجې به هغوئ خپله قلعه پرېږدى، او د هغوئ آفسران به د مالِک خُدائ د جنګى جنډې نه ويريږى.“ دا مالِک خُدائ فرمائيلى دى، د چا اور چې په صيون کښې بليږى، او د چا تنور چې په يروشلم ګرميږى.
او هغه کوټه د کومې مخه چې شمال خوا ته ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د قربانګاه مشران دى. او هغوئ د صدوق زامن دى، څوک چې د ليويانو د قبيلې يواځې هغه کسان دى چا ته چې د مالِک خُدائ په حضور کښې د خِدمت کولو اجازت ورکړے شوے دے.
په قربانګاه دې اور بل وساتلے شى خو چې مړ نۀ شى. اِمام به هر سحر په دې باندې لرګى ږدى، سوزېدونکې نذرانه به په دې سمه ږدى او د سلامتۍ د نذرانې وازګه دې ورباندې سوزوى.
دا د غلې نذرانې دپاره اصُول دى. د هارون د خاندان يو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربانګاه په مخکښې د غلې نذرانه پېش کړى.
چې هارون او د هغۀ زامنو ته د سوزېدونکې نذرانو په حقله دا اصُول وښايه. يوه سوزېدونکې نذرانه به ټوله شپه په قربانګاه باندې پرېښودلے شى او اور دې بل وساتلے شى.
ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور په قربانګاه باندې د وازګې والا حِصې او سوزېدونکې نذرانه پوره وسوزوله. چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ ټولو چغې کړې او سجده يې وکړه.