ما د لرګو بندوبست وکړو چې هغه به د هغه نذرانو په سوزولو کښې استعمالېدل چې کومې نذرانې به په صحيح وخت راوړلے شوې، دا کار مې هم وکړو چې خلق د خپلې وړومبۍ غلې او خپلې وړومبۍ پخې شوې مېوې راوړى. خُدايه پاکه، دا هر څۀ مۀ هېروه او را ياد کړه.
ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور په قربانګاه باندې د وازګې والا حِصې او سوزېدونکې نذرانه پوره وسوزوله. چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ ټولو چغې کړې او سجده يې وکړه.