11 بيا دې جامې بدلې کړى او ايرې دې د خېمو نه بهر يو پاک ځائ ته يوسى.
هره ورځ تر اووۀ ورځو پورې تۀ کفاره ادا کوه. نو قربانګاه به بېخى مقدسه شى او هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.
کله چې هغوئ بهرنى دربار ته وځى چرته چې خلق دى، هغوئ دې هغه کپړې وباسى چې هغوئ په کښې خِدمت کولو او دا دې په مقدسو کوټو کښې پرېږدى، او نورې جامې دې واچوى، هسې نه چې هغوئ په خپلو کپړو سره خلق مقدس کړى، او د هغوئ ژوند په خطره کښې واچوى.
کوم غوَيے او چېلے چې د ګناه د نذرانې دپاره استعمال شوى وُو چې وينه يې د ګناه د کفارې ادا کولو دپاره زيات مقدس ځائ ته راوړلے شوې وه، دا به د کېمپ نه بهر وړلے شى او سوزولے به شى. څرمن، غوښه او کولمې هر څۀ به سوزولے شى.
دا روټۍ د هارون او د هغۀ د اولاد ده او هغوئ به دا په يو مقدس ځائ کښې خورى، ځکه چې دا د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې يوه ډېره مقدسه برخه ده.“
دا هر څۀ به د خېمو نه بهر هغه پاک ځائ ته يوسى چرته چې ايره غورزولے کيږى، نو هلته دې يې هغه د لرګو په اور باندې وسوزوى.
بيا به هغه سخے د خېمو نه بهر يوسى او وبه يې سوزوى، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګناه دپاره پېش کړے شوے سخے سوزوى. دا نذرانه د قوم د ګناه د کفارې دپاره ده.
بيا به اِمام خپله د کتان چُوغه او د کتان جانګے واغوندى، په قربانګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ايرې به لرې کړى او د قربانګاه په څنګ کښې به يې واچوى.
په قربانګاه دې اور بل وساتلے شى خو چې مړ نۀ شى. اِمام به هر سحر په دې باندې لرګى ږدى، سوزېدونکې نذرانه به په دې سمه ږدى او د سلامتۍ د نذرانې وازګه دې ورباندې سوزوى.
په کومه ورځ چې د هارون د خاندان يو اِمام مقررولے شى نو هغه به يو کلو ښۀ اوړۀ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه پېش کوى د عامې غلې د نذرانې په شان، نيم په سحر کښې او نيم په ماښام کښې.
په راتلونکى ټولو وختونو کښې به د هارون د اولاد هر يو کس دا نذرانه تياروى کوم چې د مشر اِمام په توګه خِدمت کوى. مالِک خُدائ ته د پېش کړے شوې قربانۍ په توګه دا به ټوله وسوزولے شى.
د اِمامانو د کورَنو هر نر کس دا خوړلے شى، خو دا به خامخا په يو مقدس ځائ کښې خوړلے شى، ځکه چې دا ډېره مقدسه ده.