1 مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل.
غلا مۀ کوئ.
کۀ يو کس يوه غوا يا ګډه پټه کړى او حلاله يې کړى يا يې خرڅه کړى، هغه به خامخا د يوې غوا په بدل کښې پينځۀ غواګانې ورکوى او د يوې ګډې په بدل کښې به څلور ګډې ورکوى.
کۀ يو کس د بل چا پېسې يا قيمتى څيزونه د امانت په توګه د هغۀ دپاره کېږدى او د هغۀ د کور نه غلا وشى او هغه غل ونيولے شى نو يو په دوه به ترې نه اخستلے شى.
هغه سړے به د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ راولى،
دا د هغې د ګناه د تاوان نذرانه ده کومه چې هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف کړې وى.
کۀ څوک د مالِک خُدائ خِلاف داسې ګناه وکړى، لکه چې د يو اِسرائيلى امانت واپس ورنۀ کړى، يا د چا نه څۀ څيز پټ کړى، يا څوک دوکه کړى، نو يوه نذرانه به ورکړى،
هغه اِمام له کوم چې وينه او د سلامتۍ نذرانې وازګه پېش کوى.
خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“