Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 5:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 او څۀ وينه دې د قربان‌ګاه په يو طرف باندې وشيندى، پاتې شوې وينه دې د قربان‌ګاه په بېخ کښې وڅڅولے شى. دا د ګناه د لرې کولو دپاره يوه نذرانه ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 5:9
12 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ د خپل صداقت د خاطره خوشحاله وو، چې خپل شريعت لوئ کړى او جلال ورکړى.


اِمام به دا په قربان‌ګاه باندې پېش کړى، د هغې څټ به تاو کړى او سر به يې په قربان‌ګاه باندې وسوزوى او د هغې وينه دې د قربان‌ګاه په اړخ باندې وڅڅولے شى.


هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربان‌ګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى.


هغه به لږه وينه د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې دننه په خېمه کښې ده او پاتې شوې وينه دې د سوزېدونکې نذرانې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.


اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا دې د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه دې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى.


اِمام به خپله ګوته د دې ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا به د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه به د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى.


اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې دې دا وينه ولګوى او پاتې شوې وينه به هغه د دې په بېخ کښې توئ کړى.


بيا به هغه لږه وينه په خېمه کښې د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرو باندې ولګوى. هغه به پاتې شوې وينه د سوزېدونکې نذرانو قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.


د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور به هلته حلاليږى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلاليږى او د دې وينه دې د قربان‌ګاه په ټولو طرفونو وشيندلے شى.


او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.


نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan