7 کۀ هغه کس ګډه يا چېلۍ نۀ شى اخستلے، نو هغه به د خپلې ګناه په بدل کښې دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې راوړى، يوه به د ګناه د نذرانې دپاره او بله به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى.
چې کله د هغې د ناپاکوالى وخت ختم شى نو هغه پاکه شى، کۀ د هغې زوئ يا لور پېدا شوې وى، نو هغه به اِمام ته د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې خولې ته د يو کال ګډُورے د سوزېدونکې نذرانې دپاره او يوه کونتره يا يوه ګوګوشتکه د ګناه د نذرانې دپاره راوړى.
کۀ هغه ښځه يو ګډُورے نۀ شى اخستلے، نو هغه به يوه د کُړکوړو جوړه يا د کونترو دوه بچى راوړى، يوه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى او بله د ګناه د نذرانې دپاره وى او اِمام به د هغې د ناپاکۍ لرې کولو دپاره کفاره ادا کړى او هغه به پاکه شى.
بيا به هغه يوه ګوګوشتکه يا کونتره پېش کړى،
دا به د ګناه د نذرانې په توګه او هغه بله د غلې د نذرانې سره، د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. نو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د هغه کس د پاکوالى کفاره ادا کړى.
اِمام به د دې نه يوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، نو د هغې دپاره به د پاکوالى کفاره ادا کړى.
د بنى اِسرائيلو قوم به هارون له د ګناه د نذرانې دپاره دوه چېلى او يو ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ورکړى.
کۀ يو کس منښته منلې وى او ډېر غريب وى چې هغه معيارى قيمت نۀ شى ورکولے، نو هغه کس دې اِمام له راولى او اِمام به کم قيمت مقرر کړى، چې د هغه کس د وس په مطابق وى.
کۀ هغه کس دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم نۀ شى راوړلے، نو هغه به يو کلو اوړۀ د ګناه د نذرانې په توګه راوړى. هغه دې په دې کښې د زيتُونو تېل يا خوشبوئى نۀ اچوى، ځکه چې دا د ګناه نذرانه ده.
د ګناه د نذرانو د ورکولو دپاره دا اصُول دى، کومې چې ډېرې مقدسې دى.
بيا اِسرائيلو ته ووايه چې د ګناه د نذرانې دپاره يو چېلے، د يو کال سخے او د يو کال ګډُورے بوځى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، دا به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى،
”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې يو نر يا ښځه د چا خِلاف جرم وکړى نو هغه د مالِک خُدائ نافرمانى کوى نو هغه کس به قصوروار وى،
په اتمه ورځ به هغوئ دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې په دروازه کښې اِمام له راوړى.
اِمام به يوه د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړى او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه او د هغوئ دپاره به کفاره ادا کړى ځکه چې هغوئ مړى ته د نزدې کېدو په وجه ګناه کړې ده. هم په هغه ورځ به د هغوئ وېښتۀ بيا پاک شى
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.
عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې،
د بپتسمې نه پس عيسىٰ د اوبو نه سمدستى راوختلو او په هغه وخت ورته آسمان کولاو شو او د خُدائ پاک روح يې وليدو چې د کونترې په شکل په هغۀ راکوزېدو.
نو هغوئ بيا د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق قربانى وکړه، يعنې يوه د کُړکوړو جوړه يا د کونترو دوه بچى.
ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.