نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه. نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“ نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.
تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.
خپل دواړه لاسونه به د چېلى په سر کېږدى او د ټولو بدو عملونو، ګناهونو او بنى اِسرائيلو د سرکشو اِقرار به وکړى او دا به د چېلى په سر واچوى. بيا به يو مقرر شوے سړے دا چېلے بيابان ته بوځى.