4 کۀ څوک بغېر د سوچ کولو نه قسم وخورى، چې دا قسم د هر څيز په حقله وى کۀ قسم ښۀ وى او يا بد وى، نو هغه ناپاکه او ګناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ څۀ کړى دى.
حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“