کۀ څوک بغېر د سوچ کولو نه قسم وخورى، چې دا قسم د هر څيز په حقله وى کۀ قسم ښۀ وى او يا بد وى، نو هغه ناپاکه او ګناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ څۀ کړى دى.
خنزيران مۀ خورئ، دا به خامخا حرام ګڼلے شى، کۀ څۀ هم سومونه يې په مينځ بېل دى خو دا بيا بيا شخوند نۀ وهى. دا ځناور مۀ خورئ يا کۀ مړ وى لاس به هم نۀ وروړئ.