5 بيا به مشر اِمام د سخى لږه وينه واخلى او خېمې ته به يې دننه يوسى.
هغه به د غوَيى لږه وينه واخلى او د خپلې ګوتې سره به يې د صندوق د کفارې تخت نمرخاتۀ طرف ته وشيندى او بيا به لږه د لوظ صندوق د کفارې تخت په مخکښې اووۀ ځله وشيندى.
د هغې نه پس، هغه به چېلے د خلقو دپاره د ګناه د نذرانې په توګه حلال کړى، وينه به يې زيات مقدس ځائ ته راوړى، د صندوق د کفارې په تخت او په مخکښې به يې وشيندى، هم هغه شان چې څنګه يې د غوَيى د وينې سره کړى وُو.
هغه دې د خپلې ګوتې سره لږه وينه اووۀ ځله په قربانګاه باندې وشيندى. نو دا به د بنى اِسرائيلو د ګناهونو نه پاکه کړى او مقدسه به يې کړى.
کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى.
د اِمام د غلې د نذرانې يوه برخه به هم نۀ شى خوړلے، ټوله به خامخا سوزولے شى.
اِلىعزر به بيا د هغې څۀ وينه واخلى او د خپلې ګوتې سره به اووۀ ځلې وينه خېمې ته مخامخ وشيندى.
خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.