Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 4:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 بيا به هغه د دې ټوله وازګه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه وازګه لرې کيږى او هغه به په اور سوزېدونکې نذرانو سره په قربان‌ګاه باندې وسوزوى کوم چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 4:35
40 Iomraidhean Croise  

کۀ هغه ښځه يو ګډُورے نۀ شى اخستلے، نو هغه به يوه د کُړکوړو جوړه يا د کونترو دوه بچى راوړى، يوه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى او بله د ګناه د نذرانې دپاره وى او اِمام به د هغې د ناپاکۍ لرې کولو دپاره کفاره ادا کړى او هغه به پاکه شى.


د هغۀ د لاس په تلى کښې چې کوم پاتې شوى تېل دى هغه به د دې کس په سر باندې ولګوى. نو د هغۀ د پاکوالى کفاره به ادا کړى.


بيا به هغه ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې د ښار نه بهر په هوا کښې والوځى. نو داسې هغه به د کور د پاکوالى دپاره کفاره ادا کړى او دا به پاک شى.


او اِمام به د دې نه يوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، چې د هغه سړى د پاکوالى کفاره ادا کړى.


او اِمام به د دې سره د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د هغه سړى ګناه لرې شى او خُدائ پاک به هغه معاف کړى.


هغه به د دې سخى سره هم هغه شان وکړى لکه څنګه چې هغۀ د ګناه د نذرانې د سخى سره کړى وُو، نو داسې به اِمام د خلقو د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف شى.


بيا به هغه د دې ټوله وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګه سوزوى. داسې به اِمام د هغه مشر دپاره د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.


بيا د اصُولو په مطابق هغه دوېم مارغۀ دې د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى کومه چې هغۀ کړې ده او هغه به معاف شى.


داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى چې په دې مختلفو ګناهونو کښې يې کومه ګناه هم کړې وى نو هغه به معاف شى. پاتې شوى اوړۀ به هم د غلې نذرانې په شان د اِمام وى.


او د خپلې ګناه په جرمانه کښې به هغه خامخا يوه ګډه يا چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. اِمام به د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى.


اِمام به د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.


بيا هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”قربان‌ګاه ته لاړ شه او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه پېش کړه چې ستا او د خلقو دپاره کفاره ادا شى. د خلقو دپاره نذرانه پېش کړه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“


اِمام به د قوم دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف کړے شى، ځکه چې هغه کار په غلطۍ سره شوے وو او هغوئ خپله د ګناه نذرانه په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته راوړه.


اِمام به په قربان‌ګاه باندې د هغه کس دپاره کفاره ادا کړى، چا چې په غلطۍ سره ګناه کړې وى او هغه به معاف شى.


ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.


هغه څوک چې زمونږ د نافرمانو په وجه مرګ ته حواله شو او زمونږ د صادق کولو دپاره بيا راژوندے شو.


نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.


خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.


او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.


چا کښې چې مونږ ته خلاصون، يعنې د ګناهونو نه معافى حاصله ده.


هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.


زمونږ داسې لوئ مشر اِمام شته چې د آسمانونو نه تېر شو يعنې عيسىٰ چې د خُدائ پاک زوئ دے، نو راځئ چې مونږ د خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتې شُو.


ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.


نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بې‌عېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.


”نۀ هغۀ څۀ ګناه وکړه، او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.“


هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.


ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.


خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.


او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے، او هغه نۀ يواځې زمونږ د ګناهونو بلکې د ټولې دُنيا د ګناهونو کفاره هم دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan