Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 4:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربان‌ګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 4:33
7 Iomraidhean Croise  

په آخر کښې هغوئ بادشاه او نورو عبادت کوونکو له چېلى راوستل، چې هغوئ خپل لاسونه په دې چېلو باندې کېښودل.


هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى.


هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربان‌ګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى.


هغه به سخے د مقدسې خېمې دروازې خولې ته راولى، او په سر به ورته خپل لاس کېږدى، او د مالِک خُدائ په حضور کښې به يې هلته حلال کړى.


په راتلونکى ټولو وختونو کښې د هارون د اولاد هر يو نارينه مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه خپله برخه د همېشه دپاره خوړلے شى. هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.


د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور به هلته حلاليږى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلاليږى او د دې وينه دې د قربان‌ګاه په ټولو طرفونو وشيندلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan