Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 4:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 بيا به هغه ټوله وازګه ترې نه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه لرې کولے شى او هغه به دا په قربان‌ګاه باندې وسوزوى ځکه چې په مالِک خُدائ دا خوشبو ښۀ لګى. نو داسې به اِمام د هغه کس د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 4:31
39 Iomraidhean Croise  

د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.


نو چې داسې هغوئ هغه قربانۍ پېش کړى په کومو باندې چې د آسمان خُدائ پاک رضا کيږى او زما او زما د زامنو دپاره د هغۀ نه برکت غواړى.


نو په دې وجه اوس اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان بوځه او زما خِدمت کوونکى ايُوب له ورشه او د خپل ځان دپاره دا د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړه، نو زما خِدمت کوونکے ايُوب به ستا دپاره دُعا وکړى، ځکه چې زۀ به د هغۀ دُعا قبلوم او ستاسو د کم عقلتوب په مطابق کار به درسره نۀ کوم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.“


ټول ګډ په قربان‌ګاه باندې وسوزوه، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده. د دې خوشبوئى په هغۀ ښۀ لګى.


مالِک خُدائ د خپل صداقت د خاطره خوشحاله وو، چې خپل شريعت لوئ کړى او جلال ورکړى.


خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.


هغه کس به د دې کولمې او پتُونان په اوبو ووينځى او اِمام به دا قربانى مالِک خُدائ ته پېش کړى او په قربان‌ګاه باندې به يې ټوله وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


هغه دې دا مارغۀ د وزرو نه ونيسى او داسې دې په مينځ دوه ټوټې شى چې وزر ترې نه بېل نۀ شى. او هغه دې دا ټول په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


د هغۀ د لاس په تلى کښې چې کوم پاتې شوى تېل دى هغه به د دې کس په سر باندې ولګوى. نو د هغۀ د پاکوالى کفاره به ادا کړى.


او اِمام به د دې نه يوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، چې د هغه سړى د پاکوالى کفاره ادا کړى.


او اِمام به د دې سره د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د هغه سړى ګناه لرې شى او خُدائ پاک به هغه معاف کړى.


د هارون د خاندان اِمامانو له دې راوړى. اِمام به يو موټے د اوړو، د تېلو او سره د ټولو لوبانو نه راواخلى او په قربان‌ګاه به يې وسوزوى، دا يوه داسې نذرانه ده چې خوشبو يې په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


اِمام به د نښې په توګه يوه برخه ترې نه واخلى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده او هغه به دا په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


بيا به هغه د سخى ټوله وازګه واخلى او په قربان‌ګاه به يې وسوزوى.


بيا به هغه د دې ټوله وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګه سوزوى. داسې به اِمام د هغه مشر دپاره د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.


بيا به هغه د دې ټوله وازګه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه وازګه لرې کيږى او هغه به په اور سوزېدونکې نذرانو سره په قربان‌ګاه باندې وسوزوى کوم چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.


بيا د اصُولو په مطابق هغه دوېم مارغۀ دې د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى کومه چې هغۀ کړې ده او هغه به معاف شى.


او د خپلې ګناه په جرمانه کښې به هغه خامخا يوه ګډه يا چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. اِمام به د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى.


اِمام به د قوم دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف کړے شى، ځکه چې هغه کار په غلطۍ سره شوے وو او هغوئ خپله د ګناه نذرانه په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته راوړه.


او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“


او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.


هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.


خو کله چې مسيح د همېشه دپاره د ګناهونو د ختمولو دپاره يوه قربانى ورکړه نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته کښېناستو.


ځکه چې هغه د يوې قربانۍ ورکولو په وسيله هغوئ د همېشه دپاره کامِل کړل څوک چې پاک کړے شوى دى.


هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو.


خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.


او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan