Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 4:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 اِمام به خپله ګوته د دې ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا به د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه به د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 4:30
12 Iomraidhean Croise  

د خپلې ګوتې سره د سخى څۀ وينه واخله او د قربان‌ګاه د څلورو ښکرونو په شان څيزونو پورې يې وسُولوه. بيا هغه پاتې وينه د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه.


مالِک خُدائ د خپل صداقت د خاطره خوشحاله وو، چې خپل شريعت لوئ کړى او جلال ورکړى.


هغه به لږه وينه د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې دننه په خېمه کښې ده او پاتې شوې وينه دې د سوزېدونکې نذرانې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.


اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا دې د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه دې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى.


اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې دې دا وينه ولګوى او پاتې شوې وينه به هغه د دې په بېخ کښې توئ کړى.


بيا به هغه لږه وينه په خېمه کښې د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرو باندې ولګوى. هغه به پاتې شوې وينه د سوزېدونکې نذرانو قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.


او څۀ وينه دې د قربان‌ګاه په يو طرف باندې وشيندى، پاتې شوې وينه دې د قربان‌ګاه په بېخ کښې وڅڅولے شى. دا د ګناه د لرې کولو دپاره يوه نذرانه ده.


موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د خپلې ګوتې سره يې د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوله، د دې دپاره چې وقف يې کړى. بيا هغۀ پاتې شوې وينه د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه. نو دا يې وقف کړه او د دې کفاره يې ادا کړه.


د هغۀ زامنو وينه راوړه او هغۀ خپله ګوته په دې کښې ډُوبه کړه، لږه يې د قربان‌ګاه په ښکرو پورې ولګوه او پاتې شوې وينه يې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه.


ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.


نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan