29 هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربانګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى.
خو د ګناه د تاوان د نذرانو او د ګناه د نذرانو دپاره ورکړے شوې پېسې د مالِک خُدائ په کور کښې نۀ استعمالېدې، دا د اِمامانو وې.
په آخر کښې هغوئ بادشاه او نورو عبادت کوونکو له چېلى راوستل، چې هغوئ خپل لاسونه په دې چېلو باندې کېښودل.
هغه به دا د قربانګاه په شمالى طرف حلالوى او د هغې وينه به اِمامان د قربانګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى.
هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى.
هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربانګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى.
د قوم مشران به د دې په سر خپل لاسونه کېږدى او سخے دې هلته حلال کړے شى.
هغه به خپل لاس د چېلى په سر کېږدى او د قربانګاه هغه طرف ته به يې حلال کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلالولے شى. دا د ګناه د لرې کولو نذرانه ده.
هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربانګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى.
هغه به سخے د مقدسې خېمې دروازې خولې ته راولى، او په سر به ورته خپل لاس کېږدى، او د مالِک خُدائ په حضور کښې به يې هلته حلال کړى.