25 اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا دې د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه دې د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړى.
د خپلې ګوتې سره د سخى څۀ وينه واخله او د قربانګاه د څلورو ښکرونو په شان څيزونو پورې يې وسُولوه. بيا هغه پاتې وينه د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړه.
تا ته پته نشته څۀ؟ تا نۀ دى اورېدلى څۀ؟ تا ته د شروع نه نۀ وُو وئيلے شوى څۀ؟ د دُنيا د شروع نه واخله تر اوسه پورې تۀ پوهه نۀ شوې؟
بيا به هغه خامخا د سوزېدونکې نذرانو دپاره بهر قربانګاه ته لاړ شى او پاکه به يې کړى. هغه به لږه د غوَيى وينه او لږه د چېلى وينه واخلى او د قربانګاه په ټولو ښکرونو پورې دې ولګوى.
د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے او دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قربانګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى.
هغه به لږه وينه د خوشبويۍ د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې دننه په خېمه کښې ده او پاتې شوې وينه دې د سوزېدونکې نذرانې د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.
هغه به خپل لاس د چېلى په سر کېږدى او د قربانګاه هغه طرف ته به يې حلال کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلالولے شى. دا د ګناه د لرې کولو نذرانه ده.
اِمام به خپله ګوته د دې ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا به د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه به د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړى.
اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، د قربانګاه په ښکرونو پورې دې دا وينه ولګوى او پاتې شوې وينه به هغه د دې په بېخ کښې توئ کړى.
بيا به هغه لږه وينه په خېمه کښې د خوشبويۍ د قربانګاه په ښکرو باندې ولګوى. هغه به پاتې شوې وينه د سوزېدونکې نذرانو قربانګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.
او څۀ وينه دې د قربانګاه په يو طرف باندې وشيندى، پاتې شوې وينه دې د قربانګاه په بېخ کښې وڅڅولے شى. دا د ګناه د لرې کولو دپاره يوه نذرانه ده.
بيا موسىٰ د غوړولو تېل واخستل او د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه او چې په هغې کښې څۀ هم وُو په هغې باندې يې ولګول، نو هغۀ دا هر څۀ مالِک خُدائ ته مخصوص کړل.
موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د خپلې ګوتې سره يې د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوله، د دې دپاره چې وقف يې کړى. بيا هغۀ پاتې شوې وينه د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړه. نو دا يې وقف کړه او د دې کفاره يې ادا کړه.
د هغۀ زامنو وينه راوړه او هغۀ خپله ګوته په دې کښې ډُوبه کړه، لږه يې د قربانګاه په ښکرو پورې ولګوه او پاتې شوې وينه يې د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړه.
ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.
نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.
په حقيقت کښې ټول څيزونه د شريعت په مطابق وينه پاکوى، او بغېر د وينې د تويولو نه د ګناهونو معافى نۀ کيږى.