14 بيا چې څنګه د ګناه پته ورته ولګى، نو قوم به د ګناه د نذرانې په توګه يو سخے راولى. هغوئ به دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې ته راولى،
په هغه ورځ به شهزاده يو غوَيے د خپلې ګناه او د خلقو د ګناه د کفارې دپاره پېش کړى.
او چې د خپلې ګناه پته ورته ولګى، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يو چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
نو چې څنګه د ګناه پته ورته ولګى، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يوه چېلۍ راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى.