1 مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو
هغه زيات مقدس ځائ ته د هغې نه پس داخلېدلے شى چې يو سخے د ګناه د نذرانې دپاره او يو ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره راولى.“
يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.
کۀ چرې د اِسرائيلو ټول قوم ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،
چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى.
خو کۀ د کوم ځناور وينه مقدسې خېمې ته دننه راوړلے شى او د ګناه د کفارې ادا کولو دپاره استعمال شى، نو هغه ځناور دې نۀ شى خوړلے چې د کوم نه وينه اخستے شوې وى، او دا دې وسوزولے شى.
هارون قربانګاه ته لاړو او د خپل ځان دپاره يې يو سخے د ګناه د نذرانې په توګه حلال کړو.