8 نو هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى او د خېمې مخې ته دې هغه حلال کړى. اِمامان به د هغۀ وينه د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندى
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
هغه به دا د قربانګاه په شمالى طرف حلالوى او د هغې وينه به اِمامان د قربانګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى.
هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى.
هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربانګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى.
هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى او د خېمې مخې ته دې حلاله کړى. اِمامان به د دې وينه د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندى
د قوم مشران به د دې په سر خپل لاسونه کېږدى او سخے دې هلته حلال کړے شى.
هغه به خپل لاس د چېلى په سر کېږدى او د قربانګاه هغه طرف ته به يې حلال کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلالولے شى. دا د ګناه د لرې کولو نذرانه ده.
هغه به سخے د مقدسې خېمې دروازې خولې ته راولى، او په سر به ورته خپل لاس کېږدى، او د مالِک خُدائ په حضور کښې به يې هلته حلال کړى.
او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“
مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو.
خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.
ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.
نو مونږ په مسيح کښې او په هغۀ د ايمان په وسيله په زړۀ ورتيا او په ډاډ سره د خُدائ پاک په مخکښې حاضرېدے شُو.
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.