7 کۀ يو کس يو ګډُورے پېش کوى،
سليمان بادشاه او د هغۀ سره ټولو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته نذرانې پېش کړې.
کله چې څوک خپل يو څاروے د سلامتۍ د نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يو داسې غوَيے يا غوا وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
هر څوک چې يو ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى نو هغه به د دې هر يو ځناور سره يو کلو اوړۀ راوړى چې يو ليټر د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا به د غلې نذرانې په توګه وى، يو ليټر مے به ورسره هم وى.
وړومبے ګډُورے په سحر کښې پېش کوئ او دوېم په ماښام کښې،
ځکه چې د هغې ذکر کول هم د شرم خبره ده کوم کارونه چې نافرمانه خلق په پټه کوى.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.