Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 3:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او هغه دې د هغه ځناور دا حِصې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. په دې کښې به په کولمو باندې ټوله وازګه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 3:3
25 Iomraidhean Croise  

د دوئ زړونه بې‌احساسه او بې‌رحمه دى، خو ستا په قانون کښې زۀ خوشحاله يم.


بيا، هغه ټوله وازګه واخله کومه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه او دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او د يوې نذرانې په توګه يې په قربان‌ګاه باندې ما ته وسوزوه.


د ګډ وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې وى او ښے پتُون دا ټول پرې کړه.


زما زويه، خپل زړۀ ما ته راکړه او ما ته وګوره او په خوشحالۍ سره زما په طريقو باندې عمل وکړه.


د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرف ته شفا دپاره راتاو شى.“


زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم.


”خو هغه اِمامان، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى او چا چې په وفادارۍ سره زما د مقدس کور خِدمت وکړو کله چې بنى اِسرائيل زما نه بې‌لارې شول، هغوئ به نزدې راشى زما د وړاندې به خِدمت وکړى، هغوئ به د وازګو او وينې قربانۍ پېش کولو دپاره زما په وړاندې ودريږى، مالِک خُدائ دا فرمائى.


چې کله هغه کس دا حِصې حِصې کړى، نو اِمامان به د دې ټولې حِصې سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى.


هغوئ به د ځناور حِصې، سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى.


د ځناور وازګه به په قربان‌ګاه باندې وسوزوى چې د ګناه د نذرانې دپاره ده.


اِمام به دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه وسوزوى، دا به په مالِک خُدائ باندې يو ښۀ لګېدونکے بوئ وى. د قربانۍ ټوله وازګه د مالِک خُدائ ده.


هغه کس به خپل لاس د هغه ځناور په سر کېږدى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې حلال کړى. د هارون د خاندان اِمامان به هغه وينه د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى


پښتورګى او په هغې باندې چې څومره وازګه وى او د اينې ښۀ حِصه هم وى.


اِمام به دا وازګه واخلى او د سوزېدونکې نذرانو په قربان‌ګاه باندې به يې وسوزوى، هم هغه شان لکه چې کوم عمل د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګې سره کوى.


هغه دې دا په خپلو لاسونو په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه راوړى. هغه دې د هغه ځناور وازګه سره د ځناور د سينې راوړى او مالِک خُدائ ته دې د يو خاص تُحفې په توګه پېش کړى.


اِمام به هغه ټول مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه په قربان‌ګاه وسوزوى. دا د ګناه د تاوان نذرانه ده.


بيا هغۀ د ګناه د نذرانې نه وازګه، پښتورګى او د اينې ښۀ حِصه په قربان‌ګاه باندې وسوزول، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.


خو ستاسو سترګې بختورې دى ځکه چې وينئ، او ستاسو غوږونه بختور دى ځکه چې اورئ.


دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى.


او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.


مونږ په دې پوهه يُو چې زمونږ زوړ انسانيت د مسيح سره په سولۍ کړے شو نو په مونږ کښې د ګناه اثر ختم شو او نور د ګناه په قبضه کښې نۀ يُو او د دې دپاره چې مونږ نور د ګناه غلامان نۀ شُو.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو او ستاسو د اولاد زړونه بدل کړى، نو تاسو به د زړۀ د اخلاصه د هغۀ سره مينه کوئ او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ.


د دې نه علاوه، وازګه به هم لا نۀ وه لرې کړے شوې او نۀ به سوزولے شوې وه چې د اِمام نوکر به راغلو او چې چا به نذرانه پېش کوله نو هغۀ ته به يې وئيل، ”ما له لږه غوښه راکړه چې اِمام له يې وريته کړم، هغه به ستاسو پخه شوې غوښه نۀ قبلوى، صِرف کچه غوښه قبلوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan