14 او مالِک خُدائ ته دې دا حِصې په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى يعنې هغه ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وى،
د دې څاروى نه څۀ کچه او يا يشېدلې څيز مۀ خورئ، بلکې دا ټول وريت کړئ او سره د سر، پښو او دنننى ټولو اندامونه يې وخورئ.
زما زويه، خپل زړۀ ما ته راکړه او ما ته وګوره او په خوشحالۍ سره زما په طريقو باندې عمل وکړه.
زۀ د مور د خېټې نه ولې دُنيا ته راغلم؟ د دې دپاره پېدا شوم چې په دُنيا کښې تکليفونه او کړاونه وګورم، او چې زما ژوند په بېعزتۍ کښې ختم شى؟
هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى او د خېمې مخې ته دې حلاله کړى. اِمامان به د دې وينه د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندى
پښتورګى او هغه وازګه چې ورباندې پرته وى او د اينې ښۀ حِصه هم.
بيا به هغه ټوله وازګه ترې نه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه لرې کولے شى او هغه به دا په قربانګاه باندې وسوزوى ځکه چې په مالِک خُدائ دا خوشبو ښۀ لګى. نو داسې به اِمام د هغه کس د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.
د هغه ځناورو په سينو يې دپاسه کېښودلې او هر څۀ يې قربانګاه ته راوړل. هغۀ وازګه په قربانګاه باندې وسوزوله
هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ.
او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى، دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“