Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 3:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کله چې څوک خپل يو څاروے د سلامتۍ د نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يو داسې غوَيے يا غوا وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 3:1
29 Iomraidhean Croise  

هغۀ هلته د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې يې ورباندې پېش کړې. هغۀ دُعا وکړه او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړه او په قربان‌ګاه باندې د نذرانو سوزولو دپاره مالِک خُدائ د آسمان نه اور راولېږلو.


زما دپاره د خاورې نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.


بيا هغۀ د بنى اِسرائيلو څۀ زلمى مقرر کړل او هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې قربانۍ او څۀ څاروى د سلامتۍ قربانۍ په توګه پېش کړل.


دا زما نۀ بدلېدونکے قانون دے چې کله بنى اِسرائيل د سلامتۍ قربانۍ پېش کوى، د ځناور پوښتۍ او پتُون به د اِمامانو وى. دا زما د خلقو د طرف نه مالِک خُدائ ته نذرانه ده.


”نن ما کره د قربانۍ غوښه ده او ما خپل نذر پوره کړو.


د دې ورځو په آخر کښې، د اتمې ورځې نه وروستو هم اِمامان به په قربان‌ګاه ستاسو سوزېدونکې او د عبادت نذرانې پېش کړى. بيا به زۀ تاسو قبول کړم. مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“


هم داسې به د بنى اِسرائيلو د څرن د ځائ نه، د دوو سوو ګډو د رمې نه يو ګډ واخستلے شى. دا به د غلې د نذرانې، سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ د نذرانې دپاره استعمال کړئ او د خلقو دپاره يې کفاره کړئ، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.


کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.


د دې حُکم مطلب دا دے چې اِسرائيلو کوم ځناور په کولاو مېدان کښې حلالول نو هغوئ به هغه مالِک خُدائ ته راولى. هغوئ به دا د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمام له راولى او د سلامتۍ د نذرانو په توګه به يې حلالوى.


کۀ چرې د رَمې نه د سلامتۍ د نذرانې په توګه څۀ پېش کولے شى، کۀ هغه نر وى يا ښځه، خو چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


هغۀ غوَيے او ګډ د خلقو دپاره د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه او هغۀ د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې واچوله.


او يو غوَيے او يو ګډ به د سلامتۍ د نذرانې دپاره وى. هغوئ به دا مالِک خُدائ ته قربانى کړى، د غلې نذرانه به هم وى چې تېل ورسره ګډ وى. هغوئ به خامخا داسې کوى ځکه چې مالِک خُدائ به نن هغوئ ته څرګنديږى.“


اګر کۀ تاسو ما ته سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې راوړئ، نو زۀ به دا قبولې نۀ کړم. اګر کۀ تاسو ما ته د څورب ځناورو د خپلې خوښې نذرانې پېش کړئ زۀ به دې ته هيڅ نظر ونۀ کړم.


”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“


کله چې تاسو ړاندۀ څاروى د قربانۍ دپاره راولئ، آيا دا غلط کار نۀ دے؟ کله چې تاسو ګوډ يا بيمار څاروى قربانى کوئ، آيا دا غلط کار نۀ دے څۀ؟ کۀ تاسو دا کوشش وکړئ چې دا خپل حکمران ته پېش کړئ، آيا هغه به تاسو نه خوشحاله شى څۀ؟ آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


کله چې يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې پوره کولو د نذرانې يا د سلامتۍ د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى،


او مالِک خُدائ ته دې درې داسې ځناور قربانى کړى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، د سوزېدونکې نذرانې دپاره يو کلن ګډُورے، يوه کلنه ګډورۍ د ګناه نذرانې دپاره او د سلامتۍ نذرانې دپاره يو ګډ.


هلته هغه نذرانې پېش کوئ کومې چې د مالِک خُدائ په قربان‌ګاه باندې پوره سوزولے شى. هغه نذرانې هم پېش کوئ چې تاسو د هغې غوښه خورئ او وينه يې په قربان‌ګاه باندې تويَوئ.


او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده.


نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.


څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.


نو ټول بنى اِسرائيل بيت‌ايل ته لاړل او د غم ژړا يې وکړه. هغوئ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کښېناستل او تر ماښامه پورې يې خوراک نۀ کولو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې او څۀ سوزېدونکې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.


بل سحر وختى خلقو هلته يو قربان‌ګاه جوړه کړه او د سلامتۍ نذرانې او سوزېدونکې نذرانې يې پېش کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan