32 هر يو لسم څاروے د مالِک خُدائ دے. کله چې ځناور شمېرلے شى، نو هر يو لسم به د مالِک خُدائ وى.
دا د يادګار کاڼے چې کوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عبادت کيږى او چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، د غريزه مُلک په ښارونو، او د غونډو په شا او خوا، او د نجب په صحرا، د بنيامين په علاقه کښې، د يروشلم په شا او خوا، او د يهوداه په ښارونو کښې به شپونکى يو ځل بيا خپل ګډورى وشمارى.
چې زۀ به ستاسو سره حساب کوم چې تاسو خپل لوظ پوره کړے دے کۀ نه.
کۀ يو کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به خامخا د منلے شوى قيمت سره شل فيصده زيات ورکوى.
اے مالِکه، د خپلو خلقو شپونتوب په خپلې لښتې سره وکړه، په خپله برخه رمې څوک چې د زرخيزه زمکې په مينځ کښې په ځنګل کښې اوسيږى، هغوئ پرېږده چې لکه د پخوا په شان په بسن او جِلعاد کښې وڅريږى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما ليويانو له هره لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى. دا د هغوئ دپاره زما د حضور د خېمې د خِدمت کولو مزدورى ده.