31 کۀ يو کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به خامخا د منلے شوى قيمت سره شل فيصده زيات ورکوى.
يوآس اِمامان راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې هغه پېسې بچت کوئ چې د مالِک خُدائ په کور کښې د مقدسو نذرانو، د هرې ورځې قربانۍ او د رضاکارانه نذرانو دپاره ورکولے شى.
خو وړومبے پېدا شوے يو حرام ځناور د معيارى قيمت سره شل فيصده زيات ورکولو باندې واپس اخستلے شى. کۀ دا واپس وانۀ خستلے شى، نو دا دې په چا باندې په معيارى قيمت خرڅ کړے شى.
د زمکې د ټول پېداوار لسمه حِصه د مالِک خُدائ ده، کۀ هغه غله وى يا مېوه وى.
هر يو لسم څاروے د مالِک خُدائ دے. کله چې ځناور شمېرلے شى، نو هر يو لسم به د مالِک خُدائ وى.
هغه به خامخا هغه پېسې ورکوى چې د کومو په ورکولو کښې ناکام شوے وى او شل فيصده دې زياتې هم ورکړى. هغه به دا پېسې اِمام له ورکړى او اِمام به د هغه کس د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور پېش کړى او هغه کس به معاف شى.