ليويانو 27:30 - Pakistani Yousafzai Pashto30 د زمکې د ټول پېداوار لسمه حِصه د مالِک خُدائ ده، کۀ هغه غله وى يا مېوه وى. Faic an caibideil |
په هغه وخت کښې څۀ سړى د هغه ګودامونو مشران مقرر شوى وُو، چرته چې د خُدائ پاک د کور دپاره څيزونه کېښودلے شول، په دې کښې نذرانه، وړومبے پېدا شوې غله او لسمه حِصه. دا سړى د مختلفو ښارونو سره نزدې پټو نه د برخو راغونډولو ذمه وار وُو. دا برخې د قانون په مطابق د اِمامانو او ليويانو دپاره وې. د يهوداه ټول خلق د اِمامانو او ليويانو نه خوشحاله وُو.
هغۀ طوبياه له دا اجازت ورکړو چې يوه لويه کوټه استعمالوى چې به مخکښې په کښې د غلې نذرانو او خوشبويۍ نذرانو د جمع کولو او د خُدائ پاک په کور کښې د استعمالېدونکى سامان دپاره، د اِمامانو د نذرانو دپاره، د غلې د لسمې حصې، د ميو او د زيتُونو هغه تېلو دپاره مخصوصه وه کومه به چې ليويانو، د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او د خُدائ پاک د کور څوکيدارانو دپاره وه.