Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 27:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 کۀ په چا باندې د مرګ فېصله شوې وى نو هغه به خامخا وژلے شى او واپس به نۀ شى اخستلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 27:29
7 Iomraidhean Croise  

بيا پېغمبر بادشاه ته وفرمائيل، ”دا د مالِک خُدائ کلام دے چې تا هغه سړى له د تښتېدو اجازت ورکړو د کوم د وژلو چې ما حُکم درکړے وو، نو د هغۀ د ژوند په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او ستا خلق به ځکه تباه شى چې د هغۀ خلق يې تښتېدو ته پرېښى دى.“


کوم څيز چې مالِک خُدائ ته بغېر د څۀ شرط نه وقف شوے وى، نو هيڅ څوک به دا نۀ خرڅولے شى او نۀ به يې واپس اخستلے شى، کۀ هغه بنى آدم، ځناور، يا زمکه وى، دا به د همېشه دپاره د مالِک خُدائ وى.


د زمکې د ټول پېداوار لسمه حِصه د مالِک خُدائ ده، کۀ هغه غله وى يا مېوه وى.


اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“


هغۀ د عماليقيانو بادشاه اجاج ژوندے ونيولو او ټول خلق يې ووژل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan