زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے زوئ به اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته بوځُو او هلته به يې د خُدائ پاک د ښودلى شوى قانون په مطابق خُدائ پاک ته وقف کوُو. زمونږ د هر يو کس د غواګانو وړومبے پېدا شوے سخے او زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے ګډُورے يا د چېلۍ بچے به هم وقف کيږى.
خو د غواګانو، ګډو او چېلو وړومبے پېدا شوے بچے به واپس نۀ شى اخستلے، دا به په پوره توګه زما وى او دا به قربانيږى. وينه يې په قربانګاه باندې وشيندئ او وازګه يې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه وسوزوئ، د دې خوشبو په ما باندې ښۀ لګى.