Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 27:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 ټول قيمتونه به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 27:25
9 Iomraidhean Croise  

هر يو کس چې په دې مردم‌شمارۍ کښې شامليږى نو هغه به خامخا د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکوى. هر يو کس به دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه ورکوى.


مقدسې خېمې دپاره مالِک خُدائ ته وقف شوى ټول سرۀ زر زر کلو وُو، چې د منلے شوى معيار په مطابق تَللے شوى وُو.


د تول دپاره معيارى پېمانه به د سپينو زرو سيکه وى او يوه سيکه به شل جيرې وى. او شپېتۀ سيکې به د يوې منا په اندازه وى.“


د واپس اخستلو په کال به دا پټے واپس د دې اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته ملاويږى.


کوم چې د منلے شوى معيار په مطابق وى يعنې بالغ نارينه چې عُمر يې د شلو کالو نه تر شپېتو کالو پورې وى، پنځوس د سپينو زرو سيکې. بالغه ښځه، دېرش د سپينو زرو سيکې. نارينه ځوان، چې عُمر يې د پينځو نه واخله تر شلو کالو پورې وى، شل د سپينو زرو سيکې. ځوانه ښځه، لس د سپينو زرو سيکې. ماشوم چې عُمر يې د پينځو کالو نه کم وى، پينځۀ د سپينو زرو سيکې. ماشومه، درې د سپينو زرو سيکې. هغه نارينه چې عُمر يې د شپېتو کالو نه زيات وى، پينځلس د سپينو زرو سيکې. هغه ښځه چې عُمر يې د شپېتو کالو نه زيات وى، لس د سپينو زرو سيکې.


کۀ يو کس په غلطۍ سره داسې ګناه وکړى او د هغه قيمت په ورکولو کښې ناکام شى چې کوم مالِک خُدائ ته پېش کول وُو، نو هغه به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو داسې ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.


چې ماشومان د يوې مياشتې شى نو هغوئ به په مقرر شوى قيمت يعنې په پينځو د سپينو زرو سيکو باندې واپس اخستلے شى، دا به د منلے شوى معيار په مطابق وى.


د هر يو دپاره د منلے شوى معيار په مطابق پينځۀ د سپينو زرو سيکې ورکړه،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan