22 کۀ څوک مالِک خُدائ ته يو پټے وقف کوى چې هغۀ اخستے وى،
نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.
کۀ يو اِسرائيلے غريب شى او زمکې خرڅولو ته مجبور شى، نو د هغۀ د ټولو نه نزدې خپلوان به زمکه واپس اخلى.
کله چې يو کس خپل کور مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو اِمام به د دې د ښۀوالى يا بدوالى په مطابق د دې قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.
د واپس اخستلو پسې کال به هغه پټے د همېشه دپاره د مالِک خُدائ شى، دا به د اِمامانو وى.
اِمام به د واپس اخستلو پسې کال پورې د کالونو د شمېر په مطابق د دې د قيمت اندازه ولګوى او هغه کس به خامخا هم په هغه ورځ د دې قيمت ورکړى، دا پېسې به د مالِک خُدائ شى.