Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 27:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 د واپس اخستلو پسې کال به هغه پټے د همېشه دپاره د مالِک خُدائ شى، دا به د اِمامانو وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 27:21
11 Iomraidhean Croise  

دا د خلقو د مشرانو حُکم وو. کۀ څوک په درېو ورځو کښې رانۀ غلو، نو د هغۀ ټول جائيداد به ضبط کړے شى او نور به دا حق نۀ لرى چې هغه د جلاوطنو د قبيلې نه وګڼلے شى.


هغوئ به د غلو نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې خورى، او هر څۀ چې په بنى اِسرائيلو کښې مالِک خُدائ ته وقف شوى وى هغه به د هغوئ وى.


نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.


خو کۀ د هغۀ سره ډېرې پېسې نۀ وى چې زمکه واپس واخلى نو دا به د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې د هغه سړى په قبضه کښې وى. په هغه کال دې دا خپل اصلى مالِک ته واپس شى.


خو چې کوم کورونه په بې‌دېواله کلو کښې دى نو په هغوئ به د پټو په شان کار کيږى، د دې اصلى مالِک دا حق لرى چې دا واپس واخلى او دا به د واپس اخستلو په کال کښې واپس شى.


کۀ هغه کس دا زمکه د مالِک خُدائ نه واپس اخستلو نه مخکښې په بل چا باندې خرڅه کړى، نو د هغۀ حق نۀ جوړيږى چې دا واپس واخلى.


کۀ څوک مالِک خُدائ ته يو پټے وقف کوى چې هغۀ اخستے وى،


د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې چې هر څيز ما ته بغېر د څۀ شرط نه وقف شوے وى نو هغه به ستاسو وى.


د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


دا ښار او په دې کښې هر څۀ به مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د تباه کولو دپاره پېش کړے شى. صِرف راحب کنجره او د هغې خاندان به بچ کړے شى ځکه چې هغې زمونږ جاسوسانو له پناه ورکړې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan