Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 27:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 خو کۀ چرې هغه کس خپله زمکه د دې نه وروستو وقف کړى، اِمام به د هغې بيعه د هغه کالونو د شمېر په مطابق حساب کړى چې د واپس اخستلو تر راتلونکى کال پورې پاتې وى او د کالونو د کمى په وجه به کمه بيعه مقرر کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 27:18
7 Iomraidhean Croise  

نو په داسې حال کښې به خامخا هغه سړى له قيمت ورکوى چا چې اخستې وى، دا قيمت به د واپس ورکولو کال پورې د پاتې کالونو دپاره وى، تر هغې پورې چې هغۀ ته خپله زمکه واپس شى.


کله چې يو کس خپل کور مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو اِمام به د دې د ښۀ‌والى يا بد‌والى په مطابق د دې قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.


کۀ هغه کس دا زمکه د واپس اخستلو کال باندې وقف کړى، نو د دې زمکې قيمت به پوره ورکولے شى.


چا چې دا زمکه وقف کړې وى کۀ هغه کس دا واپس اخستل وغواړى، نو هغه به خامخا د دې قيمت سره شل فيصده زيات ورکوى.


اِمام به د واپس اخستلو پسې کال پورې د کالونو د شمېر په مطابق د دې د قيمت اندازه ولګوى او هغه کس به خامخا هم په هغه ورځ د دې قيمت ورکړى، دا پېسې به د مالِک خُدائ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan