17 کۀ هغه کس دا زمکه د واپس اخستلو کال باندې وقف کړى، نو د دې زمکې قيمت به پوره ورکولے شى.
نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.
تاسو به خپل پټى نۀ کَرئ نۀ به هغه فصل رېبئ چې په خپله راشين شوے وى او نۀ به په باغونو کښې هغه انګور راټولوئ چې څانګې يې پرې کړے شوې نۀ وى.
په دې کال هغه هر څۀ چې خرڅ شوى وى نو هغه به واپس خپل اصلى مالِک ته مِلاو شى.
نو د اوومې مياشتې په لسمه ورځ يعنې د کفارې په ورځ به په ټول مُلک کښې بيګل وغږولے شى.
کله چې يو کس خپل کور مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو اِمام به د دې د ښۀوالى يا بدوالى په مطابق د دې قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.
کۀ څوک د خپلې زمکې څۀ حِصه مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو د دې قيمت به د هغه تخم په مطابق مقررولے شى چې څومره په کښې کَرل په کار وى، دا قيمت به د سپينو زرو لس سيکې د شلو کلو اوربشو دپاره وى.
خو کۀ چرې هغه کس خپله زمکه د دې نه وروستو وقف کړى، اِمام به د هغې بيعه د هغه کالونو د شمېر په مطابق حساب کړى چې د واپس اخستلو تر راتلونکى کال پورې پاتې وى او د کالونو د کمى په وجه به کمه بيعه مقرر کړى.