15 کۀ هغه کس چا چې دا کور وقف کړے وى او دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به خامخا د دې قيمت سره شل فيصده زيات ورکړى.
کۀ هغه کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به د دې قيمت سره شل فيصده سېوا ورکړى.
کله چې يو کس خپل کور مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو اِمام به د دې د ښۀوالى يا بدوالى په مطابق د دې قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.
کۀ څوک د خپلې زمکې څۀ حِصه مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو د دې قيمت به د هغه تخم په مطابق مقررولے شى چې څومره په کښې کَرل په کار وى، دا قيمت به د سپينو زرو لس سيکې د شلو کلو اوربشو دپاره وى.
خو وړومبے پېدا شوے يو حرام ځناور د معيارى قيمت سره شل فيصده زيات ورکولو باندې واپس اخستلے شى. کۀ دا واپس وانۀ خستلے شى، نو دا دې په چا باندې په معيارى قيمت خرڅ کړے شى.
هغه به خامخا هغه پېسې ورکوى چې د کومو په ورکولو کښې ناکام شوے وى او شل فيصده دې زياتې هم ورکړى. هغه به دا پېسې اِمام له ورکړى او اِمام به د هغه کس د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور پېش کړى او هغه کس به معاف شى.