14 کله چې يو کس خپل کور مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو اِمام به د دې د ښۀوالى يا بدوالى په مطابق د دې قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.
کۀ هغه کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به د دې قيمت سره شل فيصده سېوا ورکړى.
کۀ هغه کس چا چې دا کور وقف کړے وى او دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به خامخا د دې قيمت سره شل فيصده زيات ورکړى.
کۀ هغه کس دا زمکه د واپس اخستلو کال باندې وقف کړى، نو د دې زمکې قيمت به پوره ورکولے شى.
خو کۀ چرې هغه کس خپله زمکه د دې نه وروستو وقف کړى، اِمام به د هغې بيعه د هغه کالونو د شمېر په مطابق حساب کړى چې د واپس اخستلو تر راتلونکى کال پورې پاتې وى او د کالونو د کمى په وجه به کمه بيعه مقرر کړى.
د واپس اخستلو پسې کال به هغه پټے د همېشه دپاره د مالِک خُدائ شى، دا به د اِمامانو وى.
د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې چې هر څيز ما ته بغېر د څۀ شرط نه وقف شوے وى نو هغه به ستاسو وى.