Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 27:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 کۀ هغه کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به د دې قيمت سره شل فيصده سېوا ورکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 27:13
9 Iomraidhean Croise  

کۀ يو کس د اِمامانو د خاندان نه نۀ وى او د مقدسې نذرانې نه څۀ په غلطۍ سره وخورى، نو هغه به خامخا اِمام ته د دې پوره قيمت او شل فيصده تاوان هم ورکوى.


او کۀ يو کس منښته ومنى نو هغه ځناور په بل ځناور نۀ شى بدلېدلے. کۀ چرې هغه بدل کړى، نو داوړه ځناور به د مالِک خُدائ وى.


اِمام به د دې ښۀ‌والى او بد‌والى په مطابق قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.


کله چې يو کس خپل کور مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو اِمام به د دې د ښۀ‌والى يا بد‌والى په مطابق د دې قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.


کۀ هغه کس چا چې دا کور وقف کړے وى او دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به خامخا د دې قيمت سره شل فيصده زيات ورکړى.


چا چې دا زمکه وقف کړې وى کۀ هغه کس دا واپس اخستل وغواړى، نو هغه به خامخا د دې قيمت سره شل فيصده زيات ورکوى.


خو وړومبے پېدا شوے يو حرام ځناور د معيارى قيمت سره شل فيصده زيات ورکولو باندې واپس اخستلے شى. کۀ دا واپس وانۀ خستلے شى، نو دا دې په چا باندې په معيارى قيمت خرڅ کړے شى.


هغه به خامخا هغه پېسې ورکوى چې د کومو په ورکولو کښې ناکام شوے وى او شل فيصده دې زياتې هم ورکړى. هغه به دا پېسې اِمام له ورکړى او اِمام به د هغه کس د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور پېش کړى او هغه کس به معاف شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan