12 اِمام به د دې ښۀوالى او بدوالى په مطابق قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.
يوآس اِمامان راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې هغه پېسې بچت کوئ چې د مالِک خُدائ په کور کښې د مقدسو نذرانو، د هرې ورځې قربانۍ او د رضاکارانه نذرانو دپاره ورکولے شى.
خو کۀ هغه ځناور حرام وى، کوم چې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د قبلېدو قابل نۀ وى، نو هغه کس به هغه ځناور اِمام له بوځى.
کۀ هغه کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به د دې قيمت سره شل فيصده سېوا ورکړى.
اِمام به د واپس اخستلو پسې کال پورې د کالونو د شمېر په مطابق د دې د قيمت اندازه ولګوى او هغه کس به خامخا هم په هغه ورځ د دې قيمت ورکړى، دا پېسې به د مالِک خُدائ شى.