11 خو کۀ هغه ځناور حرام وى، کوم چې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د قبلېدو قابل نۀ وى، نو هغه کس به هغه ځناور اِمام له بوځى.
او کۀ يو کس منښته ومنى نو هغه ځناور په بل ځناور نۀ شى بدلېدلے. کۀ چرې هغه بدل کړى، نو داوړه ځناور به د مالِک خُدائ وى.
اِمام به د دې ښۀوالى او بدوالى په مطابق قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.
”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“
د کنجر سړى يا د کنجرې ښځې ګټلے شوې پېسې به هم د يوې منښتې پوره کولو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته نۀ شى راوړلے. مالِک خُدائ د عبادتخانې د کنجرانو نه نفرت کوى.