ليويانو 26:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 ستاسو فصلونه به دومره ډېر وى چې د انګورو د راټولولو وخت پورې به تاسو غوبل کوئ او تر هغه پورې به انګور راټولوئ چې د غلې کَرلو وخت راورسيږى. د خوراک دپاره تاسو ته به هغه هر څۀ ملاويږى چې تاسو يې غواړئ او په خپل مُلک کښې به تاسو په امن ژوند کوئ. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى چې فصلونه به ډېر زيات وى. او فصل رېبلو له به دومره وخت پکار وى چې قُلبه کوونکى به فصل رېبونکو پسې زمکه تياروى. د انګورو فصل به هم، هم داسې وى، د انګورو د زياتوالى په وجه به د هغې نه د رس ويستلو دپاره دومره وخت پکار وى چې ورسره به تخم کرونکى خپل کر شروع کړى. د زياتوالى له وجې به نوى مے د غرونو نه راڅاڅى او د ټولو غونډو نه به رابهيږى.