46 دا ټول هغه قانون او حُکمونه دى چې مالِک خُدائ موسىٰ له د سينا په غرۀ باندې د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړل.
تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.
بيا مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې موسىٰ ته وفرمائيل او حُکم يې ورکړو چې،
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
دا هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ موسىٰ له د سينا په غرۀ باندې د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړل.
هلته په بيابان کښې د سينا په غرۀ باندې، مالِک خُدائ په هغه ورځ موسىٰ له دا حُکمونه ورکړل او هغۀ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل چې خپلې نذرانې راوړئ.
نو هارون او د هغۀ زامنو هغه هر څۀ وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.
دا هغه اصُول او قانون دے کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه د موآب په مېدانونو کښې د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ بنى اِسرائيلو له ورکړو.
ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل.
موسىٰ وفرمائيل چې، ”دا هغه حُکمونه دى چې تاسو به په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې درکوى. چې تاسو ژوندى يئ نو خامخا به ورباندې عمل کوئ.
د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ او د هغۀ درناوے کوئ، د هغۀ اِطاعت کوئ او د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ عبادت کوئ او د هغۀ وفادار اوسئ.
دا د هغه لوظ خبرې دى چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې د موآب په مُلک کښې د بنى اِسرائيلو سره دا لوظ وکړى، دا ټولې خبرې د هغه لوظ نه علاوه وې چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د هغوئ سره کړې وې.
د هغۀ قانون منو چې موسىٰ مونږ له راکړے دے، چې دا زمونږ د قوم د ټولو نه قيمتى سرمايه ده.
ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ.
دا ټول هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما له حُکم راکړے دے چې تاسو ته يې وښايم. چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې تاسو ورننوځئ او قبضه پرې کوئ.