ياد ساته، زۀ به ستا مل يم او چې چرته هم ځې نو زۀ به ستا حِفاظت کوم او زۀ به تا واپس دې زمکې ته راولم. زۀ به تا تر هغې پورې نۀ پرېږدم چې ما تا سره خپله وعده پوره کړې نۀ وى.“
نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.