43 اول خو به هغه مُلک خامخا د هغې د خلقو نه خالى کيږى، چې دا د پوره آرام نه ښۀ خوند واخلى او هغوئ ته به زما د قانون او حُکمونو نۀ منلو په وجه پوره سزا مِلاو شى.
هغه د خپلو مصيبتونو په وجه عاجز شو او مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته راوګرځېدو او هغۀ ته يې د مدد دپاره سوال وکړو.
د يرمياه پېغمبر په ذريعه چې د مالِک خُدائ کوم پېغام اورولے شوے وو نو هغه پوره شو چې، ”اويا کاله به هغه زمکه شاړه پرته وى، ځکه چې هغې د سبت آرام نۀ وو کړے.“
چې خُدائ پاک څوک ټيک کړى نو هغوئ څومره خوشحاله وى، نو په دې وجه د قادر خُدائ تربيت ته سپک مۀ ګورئ.
د دې نه وړاندې چې تکليف راورسيږى، بېلارې شوے وم، خو اوس ستا په کلام عمل کوم.
دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.
زۀ په دې پوهېږمه اے مالِکه خُدايه چې ستا شريعت صادق دے او د خپلې وفادارۍ په وجه دې زۀ په تکليف کړے يمه
په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
تاسو د اصلاح نه نفرت کوئ او تاسو زما حُکمونه شاته غورزوئ.
اے مالِکه خُدايه، چې هغوئ په مصيبت کښې ګېر شول نو ستا تلاش يې شروع کړو او ستا د تنبيه لاندې يې دُعا شروع کړه.
ستا نه د اوړېدو نه پس مونږ توبه وکړه، د پوهېدو نه وروستو مونږ خپله سينه ووهله. مونږ چې کوم کم عقل کارونه په ځوانۍ کښې کړى وُو د هغې په وجه سپک او شرمنده شُو.“
نو مالِک خُدائ هم په مونږ د افت راوستلو څۀ پرواه ونۀ کړه، ځکه چې زمونږ مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، خو بيا هم مونږ د هغۀ تابعدارى ونۀ کړه.
زۀ به ستاسو په مينځ کښې زما په مقدسه خېمه کښې اوسېږم او زۀ به ستاسو نه کله هم نفرت ونۀ کړم.
کۀ تاسو زما د حُکمونو منلو نه اِنکار وکړئ او زما د حُکمونو نه کرکه وکړئ او زما لوظ مات کړئ،
زۀ به ستاسو علاقائى عبادتخانې تباه کړم، ستاسو د خوشبويۍ قربانګاه به ختمه کړم او ستاسو مړى به د ستاسو په بېساه بُتانو باندې وروغورزوم. زۀ به ستاسو نه نفرت وکړم.
او زۀ يې د خپل ځان خِلاف کړم او چې هغوئ د دشمنانو مُلک ته ولېږم. کۀ بيا ستاسو د اولاد سخت زړونه نرم شى او د خپلې ګناه او سرکشۍ سزا ورته مِلاو شى،
تاسو د هغوئ نه نفرت کوئ څوک چې په عدالت کښې اِنصاف کوى، او هغوئ سپکوئ څوک چې حقيقت وائى.
په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم
دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.
ځکه چې د ګناه فطرت د خُدائ پاک مخالف دے او نۀ د خُدائ پاک د شريعت تابعدار دے او نۀ کېدے شى.
مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بېمددګاره دى.