ليويانو 26:39 - Pakistani Yousafzai Pashto39 ستاسو کوم کسان چې ستاسو د دشمنانو په مُلک کښې ژوندى پاتې وى هغوئ به خرابتُراب شى، ستاسو خپلې ګناه او ستاسو د پلار نيکۀ د ګناه په وجه به داسې وشى. Faic an caibideil |
زمونږ د پلار نيکۀ د وخت نه واخله تر اوسه پورې مونږ يعنې ستا خلقو لوئې ګناهونه کړې دى. زمونږ د خپلې ګناه په وجه مونږ، زمونږ بادشاهان او زمونږ اِمامان د پردى مُلک بادشاهانو له په لاس ورغلى يُو او مونږ وژلے شُو، غلا رانه کيږى او د قېديانو په توګه بوتلے شُو. زمونږ ډېره بېعزتى شوې ده لکه څنګه چې تر اوسه پورې بېعزته يُو.
نو کله چې هغوئ په نورو مُلکونو او قومونو کښې په جلاوطنۍ کښې اوسيږى، نو هغوئ به هلته ما راياد کړى، او په دې به پوهه شى چې هغوئ زۀ په خپلو زناکارو زړونو سره څومره دردولے يم، کوم چې زما نه اوړېدلى دى، او په خپلو سترګو سره به يې د هغه معبودانو سره زنا کوله. د هغه حرام کارونو او د معبودانو د عبادت په وجه کوم چې دوئ کړى دى هغوئ به د خپل ځان نه نفرت وکړى.