هيڅ به پاتې نۀ شى، يا خو به تاسو د قېديانو په مينځ کښې د يرې نه زېړې داړې نيولې وى او يا به په جنګ کښې ووژلے شئ. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى، هغۀ به تاسو له د سزا درکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.
تر دې چې کۀ تاسو د بابليانو ټولو لښکرو ته په جنګ کښې شکست هم ورکړئ او د هغوئ په خېمو کښې صرف هغه زخميان سړى وُو چې د جنګ نه ژوندى پاتې شوى وُو، نو هغوئ به راپاڅى او دا ښار به ټول وسوزوى.“
هغوئ به ټول تيندکونه خورى، او هغوئ به په يو بل راغورزيږى. هغوئ به يو بل ته وائى، پاڅه، راځئ چې خپلو خلقو او خپل مُلکونو ته واپس لاړ شُو، چرته به چې مونږ د ظالم د تُورې نه بچ شُو.
زۀ به ستاسو نه مخ واړوم، نو تاسو به شکست وخورئ او هغه خلق چې ستاسو نه نفرت کوى هغوئ به په تاسو حکومت وکړى، تاسو به دومره يرېږئ چې څوک درپسې نۀ وى بيا به هم منډې وهئ.
په آسونو سوارۀ حمله کوى، پړقېدونکې تُورې او ځلېدونکې نېزې ښکارى. هر طرف ته بېشمېره زخميان، د مړو ډيرى، بېشمېره مړى دى، او خلق په لاشونو تيندکونه خورى.