34-35 نو تاسو چې کله خپله زمکې ته د اوؤم کال د آرام ورکولو موقع ور نۀ کړه چې آرام وکړى نو تر څو پورې چې تاسو د دشمن په مُلک کښې جلاوطن يې نو دا به داسې پرته وى او ښۀ آرام به وکړى.
کله چې ستا خلق ستا خِلاف ګناه وکړى (داسې هيڅ څوک هم نشته چې ګناه نۀ کوى)، او تۀ په غصه کښې هغوئ پرېږدې چې دشمن شکست ورکړى او هغوئ يې خپل مُلک ته قېديان بوځى، کۀ هغه مُلک لرې هم وى،
د يرمياه پېغمبر په ذريعه چې د مالِک خُدائ کوم پېغام اورولے شوے وو نو هغه پوره شو چې، ”اويا کاله به هغه زمکه شاړه پرته وى، ځکه چې هغې د سبت آرام نۀ وو کړے.“
نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زما پيروى ونۀ کړه، تاسو د خپل مُلک خلقو ته د آزادۍ اعلان ونۀ کړو. نو زۀ اوس بيا تاسو ته دغه شان د آزادۍ اعلان کوم. مالِک خُدائ فرمائى چې ستاسو آزادى به داسې وى چې زۀ به تاسو په تُورې، وبا او قحط باندې مړۀ کړم. زۀ به تاسو ټولې دُنيا ته د عبرت او د يرې سبب وګرځوم.
نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.
اول خو به هغه مُلک خامخا د هغې د خلقو نه خالى کيږى، چې دا د پوره آرام نه ښۀ خوند واخلى او هغوئ ته به زما د قانون او حُکمونو نۀ منلو په وجه پوره سزا مِلاو شى.