Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 26:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 زۀ به ستاسو علاقائى عبادتخانې تباه کړم، ستاسو د خوشبويۍ قربان‌ګاه به ختمه کړم او ستاسو مړى به د ستاسو په بې‌ساه بُتانو باندې وروغورزوم. زۀ به ستاسو نه نفرت وکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 26:30
28 Iomraidhean Croise  

ځکه چې مونږ دا ځائ تباه کوُو. مالِک خُدائ ته د دې خلقو خِلاف فريادونه رسېدلى دى او مونږ يې رالېږلى يُو چې سدوم تباه کړُو.“


د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق هغۀ قربان‌ګاه ته مخامخ چغه کړه، ”اے قربان‌ګاه، اے قربان‌ګاه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، د داؤد په خاندان کښې به يو ماشوم پېدا شى چې د هغۀ نوم به يوسياه وى. هغه به په تا باندې هغه اِمامان حلال کړى کوم چې په تا باندې نذرانې پېش کوى خو په حقيقت کښې په علاقائى عبادتخانې کښې خِدمت کوى او هغه به درباندې د بنيادمو هډُوکى وسوزوى.“


نو هغۀ چې د مالِک خُدائ په حُکم کومې خبرې په بيت‌ايل کښې د قربان‌ګاه خِلاف او د سامريه په ښارونو کښې د علاقائى عبادتخانې خِلاف کولې نو هغه به خامخا رښتيا شى.“


يوسياه مخ واړولو او هلته يې د غرۀ دپاسه څۀ قبرونه وليدل، هډُوکى يې ترې نه رابهر کړل او په قربان‌ګاه باندې يې وسوزول. نو هغه قربان‌ګاه يې ناپاکه کړه، چې د دې هغه پېغمبر ډېر پخوا پېشګوئې کړې وه چې د اختر په وخت کښې يربعام بادشاه د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. يوسياه بادشاه وکتل او د هغه پېغمبر قبر يې وليدو چې کوم دا پېشګوئې کړې وه.


هغۀ د ټولو علاقائى عبادتخانو اِمامان په قربان‌ګاه باندې ووژل چرته چې هغوئ خِدمت کولو او هغۀ په هره قربان‌ګاه باندې د بنيادمو هډُوکى وسوزول او بيا هغه يروشلم ته راواپس شو.


د يهوداه په ښارونو کښې چې کوم اِمامان وُو هغه يې يروشلم ته راوستل او په ټول مُلک کښې يې علاقائى عبادتخانه ناپاکه کړه چرته چې هغوئ قربانۍ پېش کړې وې. هغۀ د ښار د حکمران يشوَع د دروازې په خولۀ کښې علاقائى عبادتخانې تباه کړې. دا دروازه ښار ته د ننوتو د دروازې په ګس طرف باندې وه.


بيا هغوئ ټول د بعل عبادتخانې ته لاړل او هغه يې راوغورزوله. هغوئ هلته قربان‌ګاه او بُتان ټوټې کړل او متان د بعل اِمام يې د قربان‌ګاه په مخکښې ووژلو.


د اختر د ختمېدو نه پس، ټول اِسرائيليان د يهوداه هر يو ښار ته لاړل، او د کاڼو ستنې يې ماتې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او قربان‌ګاه او علاقائى عبادتخانې يې تباه کړې. هغوئ په باقى ټوله يهوداه کښې، د بنيامين، اِفرائيم او منسى په علاقو کښې هم دغه شان وکړل، بيا هغوئ ټول کورونو ته راواپس شول.


نو په دې وجه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته غصه شو او د خپلو خلقو نه بېزاره شو.


خو اوس تا خپل غوره شوى رد کړى او شړلى دى، او خپل غوره شوى بادشاه ته ډېر په قهر شوے يې.


نو داسې به د يعقوب ګناه معاف شى، او چې کله د اِسرائيل ګناهونه ختم شى نو په نتيجه کښې به هغوئ د غېرو قومونو قربان‌ګاه د چونې د کاڼى په شان ذرې ذرې کړى او د قربان‌ګاه خوشبودارې مصالحې او د اشيرې د بُت نښې به پاتې نۀ شى.


اے مالِکه خُدايه، تا يهوداه بلکل رد کړے دے څۀ؟ آيا تۀ د صيون د خلقو نه نفرت کوې څۀ؟ ولې تا مونږ دومره سخت زخمى کړى يُو چې د رغېدو ټول اُميدونه مو ختم شُو څۀ؟ مونږ د خير اُميد لرلو خو مونږ ته خير مِلاو نۀ شو، مونږ د علاج په طمع وُو خو د شفا په ځائ په مونږ يره راغله.


زۀ به هغوئ له د خپلو ګناهونو او حرامو کارونو بدله يو په دوه ورکړم، ځکه چې هغوئ د بې‌ساه شکلونو او نفرت آميزه بُتانو په وجه زما موروثى مُلک پليت کړے دے.“


نو بيا به زۀ تا خپلو عاشقانو ته حواله کړم، او هغوئ به ستا بُت‌خانې ورانې کړى او ستا زيارتونه به تباه کړى. او هغوئ به ستا نه جامې او قيمتى کالى کوز کړى او بربنډه او لغړه به دې پرېږدى.


هغۀ وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا زما تخت او د پښو د لګولو مقام دے. دا هغه مقام دے چې زۀ به په کښې د تل دپاره د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم. هغوئ او د هغوئ بادشاهان به نور په بُت‌خانو کښې بُت پرستى او زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوى. او نۀ به نور دوئ د خپلو مړو بادشاهانو د علاقائى زيارتونو عزت کوى.


نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې د هغوئ خلق د دوئ د معبودانو او د دوئ د قربان‌ګاه سره مړۀ پراته وى، په هره اوچته غونډۍ او اوچت غر دپاسه او د هرې شنې ونې لاندې او د څېړۍ د ونې لاندې به د دوئ لاشونه پراتۀ وى په هغه ځايونو کښې چرته چې هغوئ خپلو ټولو معبودانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې.


د چا زړونه چې د دوکې نه ډک دى نو هغوئ ته خو به د خپلو ګناهونو سزا ملاويږى. خُدائ پاک به د هغوئ قربان‌ګاه ورانې کړى او د هغوئ مقدسې ستنې به ټوټې ټوټې کړى.


د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې هلته اوسيږى، هغه غېرقومونه به ترې نه وباسم نو تاسو به هغه مُلک ته ورننوځئ. زۀ د هغوئ د ټولو بدو عملونو په وجه د هغوئ نه کرکه کوم.


زۀ به ستاسو په مينځ کښې زما په مقدسه خېمه کښې اوسېږم او زۀ به ستاسو نه کله هم نفرت ونۀ کړم.


کۀ تاسو زما د حُکمونو منلو نه اِنکار وکړئ او زما د حُکمونو نه کرکه وکړئ او زما لوظ مات کړئ،


قادر مطلق خُدائ په خپل ذات قسم کړے دے. مالِک خُدائ، ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ د يعقوب د غرور نه کرکه کوم، او د هغۀ مضبوطو قلعه ګانو نه نفرت کوم. زۀ به ښار او په دې کښې چې هر څۀ دى دشمن ته حواله کړم.“


په کومو علاقائى عبادتخانو کښې چې د اِسحاق اولاد عبادت کولو هغه به تباه شى او د بنى اِسرائيلو مقدس ځايونه به هم کنډرې شى، او زۀ به د يربعام خاندان نيست و نابود کړم.“


کله چې مالِک خُدائ دا وليدل، هغه په قهر وو او د خپلو زامنو او لوڼو نه منکر شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan