29 ستاسو لوږه به دومره زياته شى چې خپل بچى به وخورئ.
زۀ به د هغوئ دشمنان څوک چې د هغوئ د وينو تږى دى راپاڅوم چې د دوئ ښار نه ګېره واچوى او دوئ ته غټ تکليف ورسوى. او دا ګېره به دومره سخته وى چې دوئ به د خپلو ماشومانو او ګاونډيانو په خوړلو شروع وکړى.
وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟
کله چې زما قوم تباه کېدو نو د لوږې نه مهربانه ميندو هم خپل ماشومان پاخۀ کړل او وې خوړل.
نو په دې وجه به په تا کښې مور پلار خپل بچى وخورى او بچى به خپل مور پلار وخورى. زۀ به تاسو له سزا درکړم او څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تس نس کړم.
افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى.
ځکه چې هغه ورځې راتلونکې دى چې هغوئ به وائى چې شنډې بختورې دى، چې کله يې هم بچى نۀ دى راوړى او کله يې هم سينه نۀ ده ورکړې.