هغوئ به خپل ګس طرف ته ګاونډيانو باندې حمله وکړى خو بيا به هم اوږې وى، په خپل ښې طرف ګاونډيانو باندې به حمله وکړى خو بيا به يې هم لوږه نۀ ختميږى. په آخر کښې به هغوئ خپل بچى هم وخورى.
تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“
”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بېوفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم،
هرکله چې زۀ په تاسو د قحط د مرګونى او تباه کوونکى غشى ګزار وکړم، زۀ به په تا داسې ګزار وکړم چې تا به تباه کړم. زۀ به په تا بيا بيا قحط راولم او ستا د خوراک ذريعه به بنده کړم.
تاسو به خوراک وکړئ، خو ماړه به نۀ شئ، او ستاسو خېټه به اوس هم تشه وى. تاسو به څيزونه جمع کړئ خو څۀ به بچ نۀ کړئ، ځکه چې تاسو څۀ جمع کوئ هغه به زۀ په تُوره ووهم.